ads

څو شېبې وروسته د افغانستان په ۳۲ ولايتونو کې د رای ورکولو پروسه پيلېږي

له كندهار او غزني پرته د هېواد په نورو ټولو ولايتونو كې نن د ولسي جرګې ټاكنې ترسره كېږي.

نویسنده: mayar
28 تله 1397
څو شېبې وروسته د افغانستان په ۳۲ ولايتونو کې د رای ورکولو پروسه پيلېږي

له كندهار او غزني پرته د هېواد په نورو ټولو ولايتونو كې نن د ولسي جرګې ټاكنې ترسره كېږي.
د راى وركولو مركزونه څو شېبې وروسته د سهار په ۷ بجو رسما پرانيستل کېږي.
د ولسي جرګې ټاكنو ته د څه باندې ۴۰۰ ښځو په ګډون شاوخوا ۲۵۶۰ كسانو ځانونه كانديد كړي دي.
د ټاكنو خپلواك كمېسيون وايي، شاوخوا اته اعشاريه اته ميليونه كسانو په دغو ټاكنو كې د ګډون لپاره نومليكنه كړې ده.
كه څه هم هېوادوال د ټاكنو ورځې د امنيت په اړه اندېښنه لري، خو امنيتي ارګانونه ډاډ وركوي، چې د ولسي جرګې نننيو ټاكنو ته يې سخت امنيتي تدابير نيولي دي.
بايد وويل شي، چې په هېواد كې د لومړي ځل لپاره په ټاكنو كې له بايومټريك سيسټمه ګټه پورته كېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA