د ملي اردو چارواکي وايي، د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې يې نن دوه ځانمرګي بريدكوونكي، چې يوه يې مېرمن او يو يې ماشوم دى، ژوندي نيولي دي.
په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو له مطبوعاتي دفتره کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، دغو ځانمرګو بريدكوونكو غوښتل د يادې ولسوالۍ د راى ورکولو په مركزونو كې ځانونو ته چاودنې وركړي.
د سرچينې په وينا، له نيول شوو ځانمرګو بريدكوونكو څېړنې روانې دي.
سرچينه دغه راز د يو بل خبر له مخې وايي، نن سهار افغان ځواکونو په هوايي او توپچي بريدونو کې ۱۲ وسله وال طالبان وژلي دي.
د سرچينې په خبره، يادو طالبانو غوښتل د لعلپورې ولسوالۍ پر ټاكنيزو مركزونو بريدونه وكړي، خو هدف ته تر رسېدو وړاندې ووژل شول.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې تړاو څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ