ads

عبدالله په ټاكنو كې د خلكو پراخ ګډون وستايه

د ملي يووالي حکومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، له خورا ډېرو ګواښونو سره سره د افغانستان خلک د رای ورکولو مرکزونو ته تللي او غواړي د ولسي جرګې په ټاکنو کې خپلې رايې وکاروي.

نویسنده: mayar
28 تله 1397
عبدالله په ټاكنو كې د خلكو پراخ ګډون وستايه

د ملي يووالي حکومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، له خورا ډېرو ګواښونو سره سره د افغانستان خلک د رای ورکولو مرکزونو ته تللي او غواړي د ولسي جرګې په ټاکنو کې خپلې رايې وکاروي.
ده، چې نن يې د کابل ښار د نادريې لېسې په ټاکنيز مرکز كې خپله رايه وکاروله، خبريالانو ته وويل، دښمنان نه غواړي د افغانستان نظام د خلکو د رايو پر بنسټ رامنځته شي، له همدې کبله يې مخه نيسي.
عبدالله زياته کړه، پر خپلو خلکو وياړي، چې په ټاکنو کې په خپل پراخ ګډون سره له دې ملي پروسې ملاتړ کوي.
د اجرائيه رئيس په خبره، دا چې د ټاكنو سيسټم بايومټريك شوى، نو ځينې ستونزې لري او په يو شمېر ځايونو كې د راى وركولو مرکزونه ناوخته پرانيستل شوي، خو نوموړي د ټاكنو له خپلواك کمېسيون څخه غوښتنه وکړه، چې دې ستونزو ته رسيدګي وکړي.
دا په داسې حال كې ده، چې وسله والو طالبانو د ټاكنيز بهير د ګډوډولو خبردارى وركړى و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA