د ټاكنو خپلواك كمېسيون رئيس په وخت د ټاكنيزو مركزونو د نه پرانيستل كېدو له كبله له خلكو بښنه وغوښته.
ګلاجان عبدالبديع صياد وويل، يو شمېر ټاكنيزو مركزونو او محلونو ته د ټاكنو خپلواك كمېسيون كاركوونكي په وخت حاضر نه شول.
ده زياته كړه، د ياد كمېسيون ځينو كاركوونكو يو شمېر ټاكنيزو مركزونو او محلونو ته د ورپېښو امنيتي ګواښونو له كبله خپلې دندې پرېښې دي.
د صياد په وينا، ډېرى دغه كاركوونكي د ښوونځيو ښوونكي دي، چې په موقت ډول د ټاكنو د ورځې لپاره استخدام شوي وو.
د ټاكنو خپلواك كمېسيون رئيس همدارنګه وويل، په كابل او نورو ولايتونو كې يې خپلو مسوولينو ته امر كړى، چې د دې خلا د ډكولو لپاره د كمېسيون له احتياطي كاركوونكو ګټه پورته كړي.
بايد وويل شي، چې په کابل او يو شمېر نورو ولايتونو کې خلک شکايت کوي، چې ځينو ټاكنيزو مركزونو ته د بايومټريک ماشينونه نه دي رسېدلي، په يو شمېر کې خراب دي او په ځينو نورو کې د ټاکنو کارکوونکي د بايومټريک ماشين په کارولو نه پوهېږي.