ads

جمهور رئيس غني د رای ورکولو بهير پرانيست

جمهور رئيس محمد اشرف غني له ټولو هېوادوالو وغوښتل، چې د ولسي جرګې په ټاکنو كې داسې كانديدانو ته رايې ورکړي، چې په رښتيني ډول وکولای شي د خلکو استازيتوب وکړي.

نویسنده: mayar
28 تله 1397
جمهور رئيس غني د رای ورکولو بهير پرانيست

جمهور رئيس محمد اشرف غني له ټولو هېوادوالو وغوښتل، چې د ولسي جرګې په ټاکنو كې داسې كانديدانو ته رايې ورکړي، چې په رښتيني ډول وکولای شي د خلکو استازيتوب وکړي.
هغه، چې نن يې د کابل ښار په اماني لېسه کې د رای ورکولو په مرکز كې د خپلې رايې په کارولو سره د رای ورکولو بهير پرانيست، په خپلو خبرو کې وويل، هغوی چې ولسي جرګې ته بريالي کېږي، بايد د هېواد ملي ګټو او اساسي قانون ته ژمن وي.
جمهور رئيس غني زياته کړه، لومړی شک و، خو اوس په يقين بدل شو او لومړۍ نيوکې اوس په همکارۍ بدلې شوې.
له كندهار او غزني پرته نن د هېواد په نورو ټولو ولايتونو كې د ولسي جرګې ټاكنې ترسره كېږي.
د راى وركولو بهير د سهار په اوو بجو پيل شو او د مهالوېش له مخې د مازديګر تر څلورو بجو دوام كوي، خو د ټاكنو خپلواك كمېسيون وايي، د اړتيا په صورت كې به د راى وركولو وخت وغځوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA