ads

په كندهار كې د ولسي جرګې ټاكنې وځنډول شوې

په كندهار كې د ولسي جرګې ټاكنې د يوې اونۍ لپاره وځنډول شوې.
دا پرېكړه نن غرمه په ارګ كې د ټاکنو خپلواک کمېسيون په وړانديز د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ د ولسي جرګې ټاكنو په اړه په جوړه شوې ځانګړې غونډه كې وشوه.

نویسنده: ISMAT MAYAR
27 تله 1397
په كندهار كې د ولسي جرګې ټاكنې وځنډول شوې

په كندهار كې د ولسي جرګې ټاكنې د يوې اونۍ لپاره وځنډول شوې.
دا پرېكړه نن غرمه په ارګ كې د ټاکنو خپلواک کمېسيون په وړانديز د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ د ولسي جرګې ټاكنو په اړه په جوړه شوې ځانګړې غونډه كې وشوه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، په غونډه کې د کورنيو چارو وزارت او د ملي امنيت عمومي رياست په جلا وړانديزونو او د هېواد د جمهور رئيس په منظورۍ د کندهار مخکېني امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق ته د ستر پاسوالۍ او د دې ولايت د ملي امنيت مخکېني رئيس جنرال عبدالمومن حسين خېل ته د ډګر جنرالۍ رتبې ورکړل شوې.
سرچينه زياتوي، د کندهار د ولسونو د غوښتنې او د ټاکنو خپلواک کمېسيون په وړانديز د ملي امنيت شورا ځانګړې ناستې پرېکړه وکړه، چې د کندهار د پرونۍ پېښې له كبله دې په دغه ولايت کې د ولسي جرګې ټاکنې يوه اونۍ وځنډېږي.
د سرچينې په خبره، په کندهار کې د ولسي جرګې ټاکنو د ترسره کېدو كره نېټه به د ټاکنو خپلواک کمېسيون اعلان کړي.
دا په داسې حال كې ده، چې پرون په دې ولايت كې د وسله والو طالبانو د يوه نفوذي كس په ډزو د كندهار امنيه قوماندان، د ملي امنيت رئيس او د ملي ټلويزيون يو انځور اخيستونكى ووژل شول او د والي په ګډون يو شمېر نور كسان ټپيان شول.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA