د كابل په قره باغ ولسوالۍكې د ټرافيكي پېښې له كبله ۳۶ كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د قره باغ ولسوال محمد عظيم دل اقا وايي، دا پېښه تېر ماښام د دې ولسوالۍ په باريك آب سيمه كې هغه مهال رامنځته شوه، چې له كابله كاپيسا ته د يوه واده د تلونكي كاروان موټرونه په خپلو كې سره ټكر شول.
د نوموړي په خبره، په دې پېښه كې ۲۰ تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان دي.
دل اقا زياتوي، په وژل شوو او ټپيانو كې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
ده د ټپيانو د روغتيايي حالت په تړاو معلومات ور نه كړل.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ