ads

د لوګر د ولايتي شورا پر دفتر بريد شوى

د لوګر د ولايتي شورا پر دفتر د نامعلومو وسله والو لخوا شوى د لاسي بمونو بريد مرګ ژوبله نه لري.
د دغه ولايت د ولايتي شورا رئيس حسيب الله ستانکزى وايي، تېر ماښام شاوخوا شپږ بجې او ۳۰ دقيقې يې پر دفتر درې لاسي بمونه وغورځول شول، خو چا ته په کې زيان نه دى اوښتى.

نویسنده: ISMAT MAYAR
27 تله 1397
د لوګر د ولايتي شورا پر دفتر بريد شوى

د لوګر د ولايتي شورا پر دفتر د نامعلومو وسله والو لخوا شوى د لاسي بمونو بريد مرګ ژوبله نه لري.
د دغه ولايت د ولايتي شورا رئيس حسيب الله ستانکزى وايي، تېر ماښام شاوخوا شپږ بجې او ۳۰ دقيقې يې پر دفتر درې لاسي بمونه وغورځول شول، خو چا ته په کې زيان نه دى اوښتى.
نوموړى زياتوي، دى او ورسره د شورا دوه نور غړي په دفتر کې وو، چې ناڅاپه يې د درېيو پرله پسې چاودنو غږونه واورېدل او د خونې هېندارې ماتې شوې.
ستانكزى په دې برخه کې امنيتي مسوولين پړه بولي او په وينا يې، هغوى د ښار دننه امنيت نه شي ساتلى.
د لوګر د امنيه قوماندانۍ وياند شاه پور احمدزي پېښه تاييد کړه او ويې ويل، د ولايتي شورا پر دفتر د لاسي بمونو بريد تلفات نه لري، خو پوليس پېښه څېړي او د عاملينو د نيولو هڅې يې روانې دي.
د بريد مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA