ads

د كندهار د پېښې د څېړنې لپاره دې ولايت ته لوړپوړى امنيتي پلاوى ورسېد

د کندهار د پېښې د څېړنې په هدف د ملي امنيت د عمومي رئيس محمد معصوم ستانکزي په مشرۍ يو لوړپوړى امنيتي پلاوی کندهار ښار ته رسېدلی دی.

نویسنده: ISMAT MAYAR
27 تله 1397
د كندهار د پېښې د څېړنې لپاره دې ولايت ته لوړپوړى امنيتي پلاوى ورسېد

د کندهار د پېښې د څېړنې په هدف د ملي امنيت د عمومي رئيس محمد معصوم ستانکزي په مشرۍ يو لوړپوړى امنيتي پلاوی کندهار ښار ته رسېدلی دی.
تېر ماخوستن په كابل كې د هېواد لوى درستيز ستر جنرال محمد شريف يفتلي يوې خبري غونډې ته وويل، دغه پېښه پرون مازديګر شاوخوا درې بجې او ۳۰ دقيقې د ګلبدين په نوم د کندهار د والي د يوه ساتونکي لخوا، چې يو نفوذي کس و، رامنځته شوې، چې هدف يې د كندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق او ځينې نور مسوولين وو.
هغه زياته كړه، د ياد كس په ډزو جنرال عبدالرازق او د كندهار د ملي امنيت رئيس جنرال عبدالمومن حسين خېل وژل شوي دي.
بل پلو د کورنيو چارو وزارت ستر امنيتي مرستيال لوی پاسوال اختر محمد ابراهيمي وويل، په پېښه کې د کندهار والي توريالى ويسا او په جنوب کې د ملي پوليسو د ۴۰۴ ميوند زون قوماندان جنرال نبي الهام ټپيان شوي دي. نوموړي په دا ډول پېښو كې د سيمې استخبارات په ځانګړې توګه پاكستان په لاس لرلو تورن كړ.
په ورته مهال راپورونه وايي، د كندهار د ولايت مقام د بشري سرچينو رئيس او د دغه ولايت د ملي ټلويزيون يو انځور اخيستونكى هم وژل شوي، والي توريالى ويسا، د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان امام نظر بهبود، درې بهرنيان او يو شمېر نور كسان ټپيان دي.
دا بريد، چې د ملي يووالي حكومت د مشرانو، هند، پاكستان او ځينو نورو هېوادونو له لوري غندل شوى، مسووليت يې وسله والو طالبانو منلى دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA