ads

د كندهار د پخواني امنيه قوماندان مړى خاورو ته وسپارل شو

د کندهار د پخواني امنيه قوماندان عبدالرازق مړى نن له غرمې مخكې تر سختو امنيتي تدابيرو لاندې د دغه ولايت د خرقې شريفې د پارک په سيمه کې، چې د والي د دفتر مخې ته پرته ده، خاورو ته وسپارل شو.

نویسنده: ISMAT MAYAR
27 تله 1397
د كندهار د پخواني امنيه قوماندان مړى خاورو ته وسپارل شو

د کندهار د پخواني امنيه قوماندان عبدالرازق مړى نن له غرمې مخكې تر سختو امنيتي تدابيرو لاندې د دغه ولايت د خرقې شريفې د پارک په سيمه کې، چې د والي د دفتر مخې ته پرته ده، خاورو ته وسپارل شو.
د هغه د جنازې په مراسمو کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو پر وزير محمد شفيق ګل اغا شېرزي او د ملي امنيت پر عمومي رئيس محمد معصوم ستانکزي سربېره يو شمېر نورو ملکي او پوځي چارواکو او د كندهار سلګونو اوسېدونكو ګډون کړى و.
عبدالرازق او د کندهار د ملي امنيت رئيس عبدالمومن حسين خېل تېره ورځ په يوه وسله وال بريد كې ووژل شول او د والي په ګډون څو تنه نور ټپيان شول.
په پېښه كې د كندهار د ملي ټلويزيون يوه انځور اخيستونكي هم خپل ژوند له لاسه وركړ.
تېره شپه د ملي امنيت د عمومي رئيس محمد معصوم ستانكزي په مشرۍ لوړپوړى امنيتي پلاوى کندهار ته رسېدلى او د پنجشنبې ورځې د پېښې په اړه يې څېړنې پيل كړې دي.
ياد بريد په كورنۍ او نړيواله كچه غندل شوى او د كورنيو چارو وزارت يې په تړاو د درېيو كسانو د نيولو خبر وركوي.
بلخوا جمهور رئيس محمد اشرف غني د عبدالرازق ورور تادين خان د هغه د ځاىناستي په توګه ټاكلى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA