ads

د افغانستان د كركټ غوره ليګ سياليو لومړۍ نيمه پايلوبه نن شپه ترسره كېږي

د افغانستان د كركټ غوره ليګ يا اې پي اېل سياليو نيمه پايلوبو ته د بلخ، ننګرهار، پکتيا او كابل لوبډلو لار ومونده.
لومړۍ نيمه پايلوبه به د كابل په وخت نن شپه په اتو بجو او ۳۰ دقيقو د بلخ او كندهار او دوهمه نيمه پايلوبه به سبا شپه د پكتيا او كابل لوبډلو ترمنځ د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي كې ترسره شي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
27 تله 1397

د تېرې شپې په لومړۍ لوبه كې بلخ كندهار او په دوهمه كې پكتيا كابل ته ماتې وركړه.
د كندهار لوبډله، چې په اتو لوبو كې يې يوازې دوه وګټلې او نورې يې وبايللې، له مخكې تګه پاتې او له سياليو بهر شوه.
بلخ په ترسره كړو اتو لوبو كې شپږ، پكتيا پنځه، كابل څلور او ننګرهار درې لوبې ګټلې دي.
د افغانستان د کرکټ غوره ليګ سيالۍ د روانې اکټوبر مياشتې په پنځمه نېټه پيل شوي او پايلوبه به يې د همدې مياشتې په ۲۱مه نېټه ترسره شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA