ads

جمهور رئيس غني: دښمنان غواړي د افغانستان د ۴۰ كلن بحران د پاى ته رسېدو مخنيوى وكړي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د افغانستان دښمنان غواړي د دغه هېواد پر صادقو بچيانو په بريدونو سره دلته د ۴۰ كلن بحران د پاى ته رسېدو مخه ونيسي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
27 تله 1397
جمهور رئيس غني: دښمنان غواړي د افغانستان د ۴۰ كلن بحران د پاى ته رسېدو مخنيوى وكړي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د افغانستان دښمنان غواړي د دغه هېواد پر صادقو بچيانو په بريدونو سره دلته د ۴۰ كلن بحران د پاى ته رسېدو مخه ونيسي.
ده نن د كندهار د ملي امنيت د پخواني رئيس عبدالمومن حسين خېل د جنازې په مراسمو كې د وينا په مهال وويل، افغانان به په برياليتوب سره د دې بحران د پاى ته رسولو لپاره خپلو هڅو ته دوام وركړي.
جمهور رئيس غني د حسين خېل د كورنۍ غړو ته د تسليت مراتب وړاندې كړل او د نوموړي كړنې يې وستايلې.
بل پلو د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله په يادو مراسمو كې وويل، د هېواد دښمنان د ټاكنو ملي پروسه په نښه كوي او همدارنګه هغه كسان له منځه وړي، چې ورته نه تسليمېږي.
عبدالمومن حسين خېل د پنجشنبې په ورځ په كندهار كې د وسله والو طالبانو د يوه نفوذي كس په بريد كې ووژل شو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA