لومړني رپوټونه وايي، د کندهار ولايت د مقام په ودانۍ کې نن د شخړې او ډزو په پايله کې د کندهار امنيه قومندان، د ملي امنيت رييس او يو شمېر نور کسان وژل شوي او د دوو بهرنيو سرتېرو په ګډون يو شمېر نور ټپيان دي.
په دې تړاو تر دې مهاله په رسمي توګه څه نه دي ويل شوي.
له بل لوري وسله والو طالبانو د دې پېښې مسووليت په غاړه اخيستی.
په ننۍ غونډه کې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قومندان جنرال مېلر هم ګډون درلود خو ويل کېږي هغه ته زيان نه دی رسېدلی او يوازې دوه ساتونکي يې ټپيان شوي دي.