ads

د عبدالجبار قهرمان د قتل په تور يو شمېر کسان نيول شوي

د هلمند ولايتي چارواکي وايي، ولسي جرګې ته د نوماند عبدالجبار قهرمان د وژلو په تور يو شمېر کسان نيولې دي او څېړنې ترې پيل شوي دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
26 تله 1397
د عبدالجبار قهرمان د قتل په تور يو شمېر کسان نيول شوي

د هلمند ولايتي چارواکي وايي، ولسي جرګې ته د نوماند عبدالجبار قهرمان د وژلو په تور يو شمېر کسان نيولې دي او څېړنې ترې پيل شوي دي.
د دوی په خبره، د نيولو کسانو ډېری يې د قهرمان د دفتر کارکوونکي او همکاران دي.
عبدالجبار قهرمان پرون سهار څه باندې ۹ بجې په خپل دفتر کې هغه مهال ووژل شو چې يو شمېر مخورو سره يوه غونډه لرله او تر چوکۍ لاندې ځای پر ځای شوي ماين پرې چاودنه وکړه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA