ولسي جرګې ته له هلمند ولايت څخه نوماند عبدالجبار قهرمان نن سهار په يوه ځانمرګي بريد کې ووژل شو.
کليد ته يوې باوري امنيتي سرچينې وويل، په نوموړي نن سهار په خپل دفتر کې ځانمرګی بريد وشو او درېيو نورو کسان تر څنګ خپله قهرمان هم ووژل شو.
راپورونه وايي په پېښه کې عبدالجبار قهرمان لومړی ټپي شو، خو وروسته يې د سختو ټپونو له امله سا ورکړه.
د هلمند د والي وياند هم دغه خبر تاييد کړی دی. دده په خبره په پېښه کې عبدالجبار قهرمان وژل شوی او اته کسه نور ټپيان دي.