د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، د خوږياڼو ولسوالۍ په قيلغو او احمدخېلو سيمو كې د افغان ګډو امنيتي ځواکونو د پيل شوو عملياتو په تېرو دوو ورځو کې د صديق الله او عتيق الله په نومونو دوه طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، دا عمليات په برياليتوب سره دوام لري.
هغه زياته كړه، د اچين ولسوالۍ په باغ درې سيمه کې د بې پيلوټه الوتکې په هوايي بريد کې نهه داعش وسله وال وژل شوي او وسلې او مهمات يې هم له منځه تللي دي.
د والي وياند په خوږياڼو ولسوالۍ كې د روانو عملياتو په مهال د وسله والو مخالفينو له شتونه د يو شمېر كليو د پاكولو خبره هم وكړه او په وينا يې، زياته اندازه درنې او سپكې وسلې يې هم افغان ځواكونو ترلاسه كړې دي.
داعش او طالب وسله والو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ