ads

په بلخ كې د درېيو مشهورو طالب قوماندانانو د وژل کېدو ادعا وشوه

د بلخ په چهاربولك ولسوالۍ كې د وسله والو طالبانود بلخ په چهاربولك ولسوالۍ كې د وسله والو طالبانو د درېيو مشهورو قوماندانانو د وژل کېدو او د دې ډلې د پنځو نورو جنګياليو د ټپيانېدو ادعا وشوه. درې مشهور قوماندانان وژل شوي او د دې ډلې پنځه نور جنګيالي ټپيان شوي دي.

نویسنده: mayar
24 تله 1397
په بلخ كې د درېيو مشهورو طالب قوماندانانو د وژل کېدو ادعا وشوه

د بلخ په چهاربولك ولسوالۍ كې د وسله والو طالبانو د درېيو مشهورو قوماندانانو د وژل کېدو او د دې ډلې د پنځو نورو جنګياليو د ټپيانېدو ادعا وشوه.
د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي كليد ته وويل، دغه طالب قوماندانان پرون مازديګر په يادې ولسوالۍ كې له امنيتي ځواكونو سره د جګړې په مهال ووژل شول.
د نوموړي په خبره، په نښته كې پنځه نور طالبان ټپيان شوي هم دي.
وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې تړاو تبصره نه ده كړې.
چهاربولك، دولت اباد او چمتال د بلخ له ناامنه ولسواليو څخه دي.
امنيتي ځواكونه له څه مودې راهيسې په دغو ولسواليو كې د طالبانو پر ځپلو بوخت دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA