د افغانستان د فوټبال غوره ليګ د اووم پړاو د تېر ماښام په لوبه كې شاهين اسمايي لوبډلې د سپين غر بازان لوبډلې ته د يوه په مقابل كې په درېيو ګولونو ماتې وركړه.
په دې بريا سره شاهين اسمايي لوبډله د ليګ نيمه پايلوبې ته ووته.
نصير حسيني، انور اكبري او حشمت الله باركزي د شاهين اسمايي لوبډلې او هدايت قريشي د سپين غر بازان لوبډلې په ګټه ګولونه ووهل.
ټاكل شوې نن ماښام د ميوند اتلان او سيمرغ البرز لوبډلې د لوبې ډګر ته ووځي.
د افغانستان د فوټبال غوره ليګ د اووم پړاو لوبډلو په لومړي ګروپ کې شاهين اسمايي، د سپين غر بازان، د اباسين څپې او موج های امو لوبېږي او په دوهم ګروپ کې بيا عقابان هندوکش، د ميوند اتلان، طوفان هريرود او سيمرغ البرز لوبې كوي.