ads

رياض د نوي ډيلي د تېلو اړتيا پوره کوي

د سعودي عربستان د تېلو وزير وايي، هېواد يې چمتو دی، چې پر ايران د بنديزونو له کبله د هند د تېلو د وارداتو کمښت جبران کړي.

نویسنده: mayar
24 تله 1397
رياض د نوي ډيلي د تېلو اړتيا پوره کوي

د سعودي عربستان د تېلو وزير وايي، هېواد يې چمتو دی، چې پر ايران د بنديزونو له کبله د هند د تېلو د وارداتو کمښت جبران کړي.
خالد الفالح پرون په نوي ډيلي كې د هند د انرژۍ په ناسته کې وويل، هند د يو نړيوال لوبغاړي په توګه سعودي عربستان ته ډېر مهم دی او رياض له عراق وروسته د نوي ډيلي د تېلو دويم ستر تامين کوونکى دى.
هغه زياته كړه، دوى چمتو دي پر ايران د بنديزونو له کبله د هند د تېلو د وارداتو کمښت جبران کړي.
د الفالح په وينا، د هند له لومړي وزير نرېندرا مودي او د تېلو وزير دارمندرا پردان سره په ليدنو کې يې ژمنه کړې، چې د هند د تېلو د وارداتو کمښت به جبران کړي او دغه راز به سعودي په هند کې پانګونه وکړي.
د سعودي د تېلو وزير ادعا وکړه، په وينزويلا، نايجيريا او ليبيا کې د موجودو شرايطو له کبله د تېلو نړيوال بازار د بيو له بدلون سره مخ شو، خو دوی وکولای شول دا هرڅه کنټرول کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA