ads

جمهور رئيس په ټاکنو کې له خلکو د پراخ ګډون غوښتنه وکړه

جمهور رئيس محمد اشرف غني له ټولو هېوادوالو وغوښتل، چې په راتلونكو ټاكنو كې پراخ ګډون وکړي.

نویسنده: mayar
24 تله 1397
جمهور رئيس په ټاکنو کې له خلکو د پراخ ګډون غوښتنه وکړه

جمهور رئيس محمد اشرف غني له ټولو هېوادوالو وغوښتل، چې په راتلونكو ټاكنو كې پراخ ګډون وکړي.
نوموړي تېر ماښام په پروان كې يوې ولسي غونډې ته د وينا په مهال د ولسي جرګې او جمهوري رياست ټاکنې مهمې وبللې او د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو د دوامداره ولسي ملاتړ غوښتنه يې وکړه.
جمهور رئيس غني وويل، د جمهوري رياست د عملياتي واحد له لوري په پروان پوهنتون کې د يوې ليليې د جوړولو کار پيلېږي.
دى په پروان كې د ټرافيکي وضعيت د بشپړ مديريت او په دې اړه د کورنيو چارو وزارت د واضح طرحې غوښتونكى شو.
د هېواد جمهور رئيس د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ پروان ته د سفر په ترڅ كې يو شمېر پروژې پرانيستې او د دغه ولايت له بېلابېلو اقشارو يې وليدل.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA