ads

ترکي سرچينه: د سعودي په کونسلګرۍ کې د خاشقجي د وژلو نښې ليدل شوې

له هغې وروسته، چې د ترکيې او سعودي عربستان د پلټنې ګډې ډلې په استانبول کې د سعودي په کونسلګرۍ کې د خبريال جمال خاشقجي د وژل کېدو په تړاو نهه ساعته پلټنې وکړې، د ترکيې د لويې څارنوالۍ يوه سرچينه وايي، داسې نښې يې موندلې، چې ښيي په کونسلګرۍ کې د خاشقجي د وژل کېدو اثار له منځه وړل شوي دي.

نویسنده: mayar
24 تله 1397

دې سرچينې الجزيرې ټلوېزيوني شبکې ته ويلي، د پلټنې ډلې داسې مهم مواد موندلي، چې د سعودي په کونسلګرۍ کې پر دغه هېواد د نيوكه كوونكي خبريال جمال خاشقجي د وژل کېدو شک پياوړی کوي.
سرچينې زياته كړې، په دې تړاو به د انقرې څېړنې دوه يا درې ورځې وخت ونيسي او وروسته به يې پايلې اعلان شي.
سرچينې ټينګار کړی، چې په دې پلټنو کې د سعودي له کونسل محمد العتيبي هم پوښتنې ګروېږنې شاملې دي.
د سرچينې په خبره، داسې غږونه يې هم ترلاسه کړي، چې په کونسلګرۍ کې له خاشقجي سره لومړى توند چلند کېږي، بيا ښکنځل كېږي او وروسته يې وهل ډبول پيلېږي، خو په پاى كې يې غږ چوپ کېږي.
د امريکايي واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبريال او د سعودي منقد جمال خاشقجي د روانې ميلادي مياشتې په دويمه نېټه په استانبول کې د ځينو اسنادو د ترلاسه کولو لپاره د سعودي کونسلګرۍ ته لاړ او وروسته ترى تم شو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA