له پاکستاني ځواکونو سره د افغان دفاعي ځواکونو له جګړې وروسته د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د اغزن سيم د غځولو کار درېدلى دى.
د هېواد په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اردو وياند تورن احمد صادق عيسى وايي، د يكشنبې په ورځ د سپين بولدک او ښورابک ولسواليو د سروڅاګانو په سيمه کې له پاکستاني ځواکونو سره د افغان سرحدي ځواکونو له څو ساعته جګړې وروسته جګړه او په سيمه کې د پاکستاني ځواکونو لخوا د اغزن سيم د غځولو کار درېدلى او سيمې ته اضافي ځواکونه لېږل شوي دي.
هغه زياتوي، افغان امنيتي ځواکونه دا مهال د تيارسئ په حال کې دي.
پاکستان له جګړې وروسته په سمدستي توګه په سپين بولدک ولسوالۍ کې د دوستۍ دروازه د تګ راتګ پرمخ وتړله.
پاکستاني لوري تراوسه د جګړې په تړاو تبصره نه ده کړې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ