ads

په كابل كې د فري فايټ يا ازادې سيالۍ پر افغان اتل احمد ولي هوتك بريد شوی

نامعلومو كسانو تېره شپه د كابل ولايت د بګراميو ولسوالۍ په حسين خېلو سيمه كې د فري فايټ يا ازادې سيالۍ پر افغان اتل احمد ولي هوتك بريد كړى، چې له كبله يې نوموړى ټپي شوى دى.

نویسنده: mayar
23 تله 1397
په كابل كې د فري فايټ يا ازادې سيالۍ پر افغان اتل احمد ولي هوتك بريد شوی

نامعلومو كسانو تېره شپه د كابل ولايت د بګراميو ولسوالۍ په حسين خېلو سيمه كې د فري فايټ يا ازادې سيالۍ پر افغان اتل احمد ولي هوتك بريد كړى، چې له كبله يې نوموړى ټپي شوى دى.
د هوتک رسنيز مسوول سميع الله پام وايي، لومړى د هغه پر موټر ډزې شوي او وروسته په چاقوګانو وهل شوى دى.
د پام په خبره، هوتك اوس مهال په اېمرجنسي روغتون كې تر درملنې لاندې دى.
نوموړي د ياد افغان اتل روغتيايي حالت د ډاډ وړ او پر هغه بريد د هېواد د دښمنانو كار وباله.
هوتک پرون پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي وو، چې په امريکا کې له پنځه مياشتني تمرين څخه وروسته د راتلونكې جمعې په ورځ په مسکو کې له خپل روسي سيال مکسيم شچېکين سره د سيالۍ ميدان ته وځي.
ټاكل شوې وه د فري فايټ يا ازادې سيالۍ دغه افغان اتل نن روسيې ته لاړ شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA