وسله والو طالبانو تېره ورځ له غرمې وروسته د غزني د اندړو ولسوالۍ او د دې ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ ودانۍ سوځولې دي.
د دغه ولايت د ولايتي شورا غړى خالقداد اكبري وايي، وروسته له هغې، چې امنيتي ځواكونو يادې ودانۍ له جګړې پرته پرېښودې او د ولسوالۍ په چهار ديوار سيمه كې مېشت شول، نو طالبان سيمې ته لاړل او هغه يې وسوځولې.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه كې د اندړو ولسوالۍ د مركز د نيولو ادعا كړې، خو د غزني امنيتي چارواكي د طالبانو دا ادعا ردوي او په وينا يې، د ملكي تلفاتو د مخنيوي لپاره يې د دې ولسوالۍ مركز او امنيه قوماندانۍ بل ځاى ته لېږدولي دي.
د غزني امنيه قوماندان فريد احمد مشعل ويلي، اوس مهال زيات شمېر امنيتي سرتېري په اندړو ولسوالۍ كې پر عملياتو بوخت دي.
د دغې ولسوالۍ چهار ديوار سيمه له غزني ښاره شاوخوا پنځه كيلومټره لرې پرته ده.