جمهور رئيس محمد اشرف غني پرون ماسپښين په ارګ کې د نيوزيلنډ د نااستوګن سفير همېش مک مسټر، د يمن د نااستوګن سفير محمد مطهر العشبي او د هسپانيا د استوګن سفير ګبرل فيرن کارين باورليکونه په جلا تشريفاتي مراسمو کې ومنل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، جمهور رئيس غني او دغو سفيرانو د دوه اړخيزو مناسباتو او له افغانستان سره د يادو هېوادونو د همکاريو په اړه خبرې وکړې.
د نيوزيلنډ، يمن او هسپانيا سفيرانو په افغانستان کې د خپل نوي ماموريت په تړاو خوښي وښوده او له دې هېواد سره يې د خپلو هېوادونو د اړيكو د لا پراختيا ډاډ ورکړ.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ