د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ځوان توپ وهونکي حضرت الله ځاځي په ۱۲ توپونو د تر ټولو چټکې پنځوسيزې او په يوه اوور كې د شپږو شپږيزو وهلو نړيوال ريكارډونه برابر كړل.
د افغانستان د كركټ په غوره ليګ كې د كابل لوبډلې په ګټه لوبېدونكي دغه لوبغاړي د يكشنبې په ورځ د بلخ لوبډلې په وړاندې په ۱۲ توپونو پنځوسيزه پوره كړه.
نوموړي د عبدالله مزاري په يوه اوور کې شپږ شپږيزې هم ووهلې.
د حضرت الله ځاځي له دې هڅو سره سره هم د كابل لوبډلې د بلخ له لوبډلې څخه د ۲۱ منډو په توپير ماتې ومنله.
مخكې د هند يوراج سينګ او د وېسټ انډيز کرېس ګېل هم په ۱۲ توپونو ۵۰ منډې پوره کړې وې، يوراج سينګ په يوه اوور کې د شپږو شپږيزو وهلو ريکارډ هم لري او د جنوبي افريقا هرشل ګېبز هم توانېدلى، چې په يوه اوور کې شپږ شپږيزې ووهي.
د افغانستان د كركټ غوره ليګ د تېرې شپې په لوبه كې بيا، چې د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي كې ترسره شوه، د پكتيا لوبډلې د ننګرهار لوبډلې ته په اوو وېكټو ماتې وركړه.
نن كومه لوبه نه شته او سبا شپه به د كابل او كندهار لوبډلې سره مخ شي.