ads

ښايي د امريکا او چين د مشرانو ليدنه لغوه شي

د اسيا ټايمز خپرونې موندنې ښيي، چې واشنګټن د امريكا د جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ او د هغه د چينايي سيال شي جين پينګ د ليدنې په تړاو کومه دلچسپي نه لري او ښايي دغه ليدنه ترسره نه شي.

نویسنده: mayar
22 تله 1397
ښايي د امريکا او چين د مشرانو ليدنه لغوه شي

د اسيا ټايمز خپرونې موندنې ښيي، چې واشنګټن د امريكا د جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ او د هغه د چينايي سيال شي جين پينګ د ليدنې په تړاو کومه دلچسپي نه لري او ښايي دغه ليدنه ترسره نه شي.
که څه هم ټاکل شوې دواړه مشران د جي ۲۰ هېوادونو د غونډې په څنګ کې له يو بل سره وګوري، خو اوس واشنګټن داسې اشارې ورکړې، چې تر دې مهاله د دې ليدنې لپاره هېڅ ډول چمتووالی نه دی نيول شوی.
د امريکا د خزانې وزير استيون منوچين ويلي، دوی د دغې ليدنې لپاره وروستۍ پرېکړې ته نه دي رسېدلي.
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستيو کې د چين او امريکا ترمنځ د سوداګريزو مسايلو له کبله اړيکې خرابې شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA