ads

په فراه كې د ملي اردو ۱۲ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

د فراه په پشت رود ولسوالۍ كې د ملي اردو د يوه كمپ د سقوط په پايله كې ۱۲ امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې او ۱۱ نور لادركه شوي دي.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند محب الله محب كليد ته وويل، نن سهار شاوخوا دوه بجې او ۳۰ دقيقې طالبانو پر بايد كمپ بريد وكړ او په جګړه كې دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله واوښته.

نویسنده: mayar
22 تله 1397

دى وايي، تراوسه د دواړو لورو د مرګ ژوبلې په اړه كره معلومات نه لري.
په همدې حال كې د فراه د ولايتي شورا رئيس فريد بختور كليد ته وويل، د طالبانو په دې بريد كې د ملي اردو كمپ سقوط شوى او ټول تجهيزات يې ترې وړي دي.
د هغه په وينا، د جګړې په مهال د ملي اردو ۱۰ سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
بختور زياته كړه، د ملي اردو ۱۱ سرتېري لادركه شوي هم دي.
وسله والو طالبانو بيا په فراه كې د افغان ځواكونو د دوو قرارګاوو د نيولو، د ۲۵ امنيتي سرتېرو د وژلو او ۱۲ نورو د نيولو ادعا كړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA