په غزني ښار كې د ماين چاودنې دوه ملكي وګړي ټپيان كړي دي.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري كليد ته وويل، دا ماين د وسله والو مخالفينو له لوري د غزني ښار د دوهمې امنيتي حوزې اړوند د بلخ دروازې ته څېرمه ځاى پر ځاى شوى و، چې نن سهار شاوخوا نهه بجې او ۳۰ دقيقې يې چاودنه كړې ده.
د هغه په وينا، په دې چاودنه كې دوه ملكي وګړي ټپيان شوي او بل چا ته زيان نه دى اوښتى.
د چاودنې مسووليت تر دا مهاله كومې وسله والې ډلې نه دى منلى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ