ads

په تخار کې د يوې کانديدې په كمپايني غونډه كې چاودنې ۵۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

د تخار په رستاق ولسوالۍ کې پرون ماسپښين د ولسي جرګې د کانديدې نظيفه يوسفي بېګ د کمپاين په غونډه کې چاودنې لسګونو كسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

نویسنده: mayar
22 تله 1397
په تخار کې د يوې کانديدې په كمپايني غونډه كې چاودنې ۵۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

د تخار په رستاق ولسوالۍ کې پرون ماسپښين د ولسي جرګې د کانديدې نظيفه يوسفي بېګ د کمپاين په غونډه کې بمي چاودنې لسګونو كسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دغه ولايت د والي وياند محمد جواد هجري كليد ته وويل، بم په ماهرانه توګه په يوه موټرسايكل كې ځاى پر ځاى شوى و.
نوموړي زياته كړه، د چاودنې له كبله ۲۲ تنه وژل شوي او ۳۶ نور ټپيان دي.
د هجري په خبره، په پېښه كې مېرمن بېګ ته زيان نه دى اوښتى او په اړه يې څېړنې روانې دي.
جمهور رئيس محمد اشرف غني، په کابل کې د امريکا سفير جان بس او سعودي عربستان دا بريد غندلی دی.
د چاودنې مسووليت تراوسه چا نه دى منلى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA