د افغانستان د فوټبال غوره ليګ د اووم پړاو د تېر ماښام لوبه د سپين غر بازان او موج هاى امو لوبډلو ترمنځ د يو يو ګول په وهلو سره مساوي پاى ته ورسېده.
د لوبې په اتمه دقيقه كې فرهاد اندړ د سپين غر بازان لوبډلې او په ۲۷مه دقيقه كې خسرو ګلدوست د موج هاى لوبډلې په ګټه ګولونه ووهل.
ټاكل شوې نن ماښام د سيمرغ البرز او عقابان هندوكش لوبډلې د لوبې ډګر ته ووځي.
د افغانستان د فوټبال غوره ليګ د اووم پړاو لوبډلو په لومړي ګروپ کې شاهين اسمايي، د سپين غر بازان، د اباسين څپې او موج های امو لوبېږي او په دوهم ګروپ کې بيا عقابان هندوکش، د ميوند اتلان، طوفان هريرود او سيمرغ البرز لوبې كوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ