ads

انقرې د سعودي کونسلګرۍ د پلټلو په اړه رياض ته خبردارى وركړ

د ترکيې چارواکو سعودي عربستان ته خبرداری ورکړی، چې د نن ورځې تر پايه دې د دغه هېواد پلټونکو ته اجازه ورکړي، ترڅو په استانبول كې د سعوي کونسګري او د کونسل کور وپلټي، که نه له دغه هېواده به سعودي ډيپلوماټان وشړي او کونسلګري به يې وتړي.

نویسنده: mayar
22 تله 1397

د ترکيې واکمن ګوند عدالت او پرمختګ ته نېږدې ورځپاڼې (يني شفق) په يوه راپور کې ليکلي، د انقرې او رياض ترمنځ د سعودي کونسلګرۍ او د کونسل د کور د پلټنې اجازې ترلاسه کولو په تړاو خبرې روانې دي.
پلټونکي د اجازې غوښتنه او فکر کوي، چې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبريال او د سعودي سخت منتقد جمال خاشقجي په همدې دوو ځايونو کې وژل شوی او بيا خاورو ته سپارل شوی دی.
دې ورځپاڼې ويلي، له رياضه هم د پلټنې ۱۱ کسيزه ډله انقرې ته رسېدلې او هڅه کوي له ترکي پلټونکو سره يوځای کار وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA