ads

شمالي كوريا اټومي بې وسلې كېدو ته چمتووالى لري

د جنوبي کوريا جمهور رئيس مون جه اېن وايي، د شمالي کوريا مشر كيم جونګ اون هوډ لري، چې خپلې ټولې اټومي وسلې او د هغو اړوند توكي او تاسيسات د اټومي بې وسلې کولو لپاره له منځه يوسي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
21 تله 1397
شمالي كوريا اټومي بې وسلې كېدو ته چمتووالى لري

د جنوبي کوريا جمهور رئيس مون جه اېن وايي، د شمالي کوريا مشر كيم جونګ اون هوډ لري، چې خپلې ټولې اټومي وسلې او د هغو اړوند توكي او تاسيسات د اټومي بې وسلې کولو لپاره له منځه يوسي.
نوموړي د جمعې په ورځ په يوه مركه وويل، كيم غواړي توغندويي او اټومي ازموينې ودروي او بيا هغه دستګاوې، چې په كې اټومي وسلې او توغندي توليدېږي او همدارنګه خپلې ټولې اټومي وسلې له منځه يوسي.
دا څرګندونې په داسې حال كې كېږي، چې د امريكا د جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ او د شمالي كوريا د مشر د دوهمې ليدنې لپاره هڅې روانې دي او په همدې هدف د امريكا د بهرنيو چارو وزير مايك پمپيو تېره اونۍ پيونګيانګ ته تللى و.
د ټرمپ او کيم لومړۍ ليدنه د تېرې جون مياشتې په ۱۲مه نېټه په سينګاپور كې وشوه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA