د سرپل د ولايتي شورا رئيس د دغه ولايت د سانچارك ولسوالۍ كې د امنيتي حالت د خرابېدو په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي، ښايي دا ولسوالي د دولت د وسله والو مخالفينو په لاس سقوط شي.
محمد نور رحماني نن كليد ته وويل، اوس مهال د سانچارك – سرپل لويه لار تړلې او د تِبِر كلي په سقوط سره د هغه د شاوخوا كليو او حتى د يادې ولسوالۍ د مركز د سقوط وېره زياته شوې ده.
د رحماني په خبره، د سرپل د سيمه ييز قوماندان مهدي مجاهد د نيولو د امر تر صادرېدو وروسته د دې ولايت په سانچارك ولسوالۍ كې امنيتي وضعيت خراب شوى دى.
ده زياته كړه، امنيتي ځواكونه د جمعې په ورځ د دغه قوماندان د نيولو د هڅې په مهال د نوموړي له وسله والو كسانو سره ونښتل.
د هغه په وينا، په دې جګړه كې د مجاهد اړوند درې كسان ووژل او اووه تنه نور د امنيتي ځواكونو له لوري ونيول شول.
د يادونې وړ ده، چې مجاهد له پخوانيو جهادي قوماندانانو څخه دى او ويل كېږي پخوا يې له وسله والو طالبانو سره جګړې كولې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ