اسراييلي ځواکونو پرون د غزې تړانګې په سرحد کې اووه فلسطينيان وژلي او لسګونه نور يې ټپيان كړي دي.
د اسراييل پوځ وايي، شاوخوا ۱۵ زره لاريون كوونكو پر سرحدي خنډونو او اسراييلي پوځيانو د ډبرو، چاودېدونکو وسيلو، اورشيندونکو بمونو او لاسي بمونو وارونه کول.
سرچينه زياتوي، اسراييلي سرتېرو يوه ډله مزاحمت جوړوونکي ويشتلي، چې له خنډونو تېر شوي وو او د اسراييل پر يوه پوسته يې بريد وكړ.
د فلسطين د روغتيا وزارت ويلي، د تېرې مارچ مياشتې په ۳۰مه نېټه د سرحد په اوږدو کې د اعتراضونو له پيلېدو راهيسې د غزې شاوخوا ۲۰۰ اوسېدونکي وژل شوي دي.
اسراييل حماس ډله د اعتراضونو په تنظيم تورنوي، خو حماس دا تور په كلكه ردوي.
بلخوا د اسراييل دفاع وزير اويګدور ليبرمن امر کړی، چې غزې تړانګې ته دې سملاسي د سون توکو رسول ودرول شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ