ads

په فراه كې نهو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په فراه كې د غوڅ ملاتړ ماموريت د ځواكونو په هوايي بريد او له وسله والو طالبانو سره د امنيتي ځواكونو په جګړه كې نهو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: ISMAT MAYAR
20 تله 1397
په فراه كې نهو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په فراه كې د غوڅ ملاتړ ماموريت د ځواكونو په هوايي بريد او له وسله والو طالبانو سره د امنيتي ځواكونو په جګړه كې نهو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند محب الله محب كليد ته وويل، طالبان نن سهار په خاك سفيد ولسوالۍ كې د تروريستي حركتونو د ترسره كولو په هدف راټول شوي وو، چې د غوڅ ملاتړ ماموريت ځواكونو پرې هوايي بريد وكړ.
ده زياته كړه، په دغه بريد كې پنځه طالبان وژل شوي دي.
د محب په خبره، اوس مهال په بالابلوك او خاك سفيد ولسواليو كې د دولت د وسله والو مخالفينو د ځپلو په هدف د افغان او بهرنيو ځواكونو عمليات دوام لري.
د فراه د امنيه قوماندانۍ وياند همدارنګه وويل، طالبانو تېره شپه د مركز په شوراب سيمه كې له امنيتي ځواكونو سره جګړه كړې، چې په ترڅ كې يې دوه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه كړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA