ads

نن د افغانستان د کرکټ غوره ليګ دوه لوبې ترسره كېږي

د افغانستان د کرکټ غوره ليګ يا اې پي اېل د لومړي پړاو سياليو لسمه لوبه به نن د كابل په وخت د مازديګر په څلورو بجو او ۳۰ دقيقو د پكتيا او كندهار لوبډلو ترمنځ په متحده عربي اماراتو كې پيل شي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
20 تله 1397
نن د افغانستان د کرکټ غوره ليګ دوه لوبې ترسره كېږي

د افغانستان د کرکټ غوره ليګ يا اې پي اېل د لومړي پړاو سياليو لسمه لوبه به نن د كابل په وخت د مازديګر په څلورو بجو او ۳۰ دقيقو د پكتيا او كندهار لوبډلو ترمنځ په متحده عربي اماراتو كې پيل شي.
همدارنګه به په يوولسمه لوبه كې، چې د ماخوستن په اتو بجو او ۳۰ دقيقو پيلېږي، د كابل او ننګرهار لوبډلې سره مخ شي.
د پرونيو دوو لوبو لومړۍ يې كابل له كندهاره او دوهمه يې بلخ له ننګرهاره وګټله.
د افغانستان د کرکټ غوره ليګ يا اې پي اېل په لومړي پړاو كې پنځه لوبډلې کابل، پکتيا، بلخ، کندهار او ننګرهار لوبېږي.
په دغه ليګ كې، چې د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي کې ترسره کېږي، د افغان لوبغاړو ترڅنګ د نړۍ يو شمېر مشهور لوبغاړي هم برخه لري.
دا سيالۍ به د روانې اكټوبر مياشتې تر ۲۱مې نېټې دوام وکړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA