راپورونه وايي، چين په پاكستان ۴۸ بې پيلوټه الوتكې پلورلې دي.
دا لومړى ځل دى، چې د دغو هېوادونو ترمنځ دومره لويه پوځي معامله ترسره كېږي.
د پاكستان هوايي ځواك ويلي، د دې وينګ لونګ ډوله بې پيلوټه الوتكو پېرودل د دغه هېواد د نظامي توان د پياوړتيا لپاره ډېر مهم دي.
ټاكل شوې له يادو الوتكو د ګټې اخيستنې د څرنګوالي په هدف چين يوه ډله اسلام اباد ته د يو شمېر كسانو د روزلو لپاره ولېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ