د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کې د چاودنې له كبله د ولسي جرګې د يوه کانديد په ګډون څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د والي وياند عمر ځواک كليد ته وويل، چاودنه تېر ماښام شاوخوا شپږ بجې د لښکرګاه ښار د دوهمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې د ولسي جرګې پر کانديد دوست محمد شوې ده.
نوموړي زياته كړه، په دې چاودنه کې دوست محمد له دوو نورو کسانو سره ټپي شوى او يو ساتونكى يې وژل شوى دى.
عيني شاهدان وايي، چاودنه د دوست محمد په باغ کې هغه مهال وشوه، كله چې له خلکو سره د ليدلو په حالت کې و.
د پېښې مسووليت تراوسه چا نه دى منلى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ