ads

جمهور رئيس غني: وسله وال مخالفين د مذهبي تفرقې په رامنځته كولو كې ناكام دي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د افغانستان دښمنانو په كابل كې د بريدونو په ترسره كولو غوښتل د افغانانو ترمنځ مذهبي تفرقه رامنځته كړي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
14 تله 1397
جمهور رئيس غني: وسله وال مخالفين د مذهبي تفرقې په رامنځته كولو كې ناكام دي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د افغانستان دښمنانو په كابل كې د بريدونو په ترسره كولو غوښتل د افغانانو ترمنځ مذهبي تفرقه رامنځته كړي.
ده نن په بلخ كې يوې غونډې ته د وينا په مهال پر ملي يووالي ټينګار وكړ او ويې ويل، د افغانانو د يووالي په موجوديت كې هېڅ يو ځواك نه شي كولاى دوى ته ماتې وركړي.
جمهور رئيس غني زياته كړه، د افغانستان دښمنان به د افغانانو په منځ كې د مذهبي تفرقې په رامنځته كولو كې ناكام وي.
بلخوا د هېواد جمهور رئيس يو ځل بيا په خپل وخت د ټاكنو پر ترسره كولو ټينګار وكړ او په وينا يې، د ولسي جرګې او جمهوري رياست ټاكنو ترسره كېدل د هېواد د ملي وثيقې د عملي كېدو ضمانت كوي.
د لومړۍ مېرمنې او ځينو چارواكو په ملتيا بلخ ته د دوه ورځني سفر په مهال جمهور رئيس غني د دې ولايت له بېلابېلو قشرونو سره وليدل.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA