په اندونيزيا کې چارواکو ويلي، د جمعې ورځې په زلزلې او سمندري توپان کې د وژل شويو کسانو شمېر ۱۳۴۷ ته رسېدلی دی.
له دې مخکې د اندونيزيا د بېړنيو مرستو ادارې ويلي وو چې په دې پېښه کې ۸۴۴ کسان وژل شوي دي.
د انډونيزيا د سولاوسي ټاپو په پالو ښار کې، چې نېږدې ۳۵۰ زره تنه اوسېدونكي لري، د تېرې جمعې په ورځ د رېختر په كچه اووه اعشاريه پنځه درجې زلزله وشوه او ورسره د سمندر اوبه تر دوو مترو لوړې شوې.