ads

هندي ځواكونو د پاکستاني کشمير د لومړي وزير هليکوپټر وويشت

د هند سرحدي ځواکونو د پاکستاني کشمير د لومړي وزير فاروق حيدر سول ملکي هليکوپټر ويشتلى دى.

نویسنده: mayar
9 تله 1397
هندي ځواكونو د پاکستاني کشمير د لومړي وزير هليکوپټر وويشت

د هند سرحدي ځواکونو د پاکستاني کشمير د لومړي وزير فاروق حيدر سول ملکي هليکوپټر ويشتلى دى.
راپورونه وايي، په دغه هليکوپټر کې د ازاد کشمير د کابينې يو شمېر غړي هم سپاره وو.
دې هليکوپټر د ازاد کشمير په سرحدي سيمو کې الوتنه کوله، چې د هند د سرحدي ځواکونو له لوري وويشتل شو.
په پېښه يو پاکستانى ځايي چارواکی وژل شوى، خو د سيمې لومړي وزير ته زيان نه دی اوښتی.
د پولې د دواړو غاړو مسوولين دغې سيمې ته د چارواکو د سفر په وخت يو بل ته معلومات ورکوي او د ياد هليكوپټر رنګ هم سپين و، چې ملكي معنا يې لرله.
هندي ځواکونو بيا د يوه پوځي هليکوپټر د ويشتلو ادعا كړې، چې په وينا يې، له پولې ور اوښتى و.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېره يوه اونۍ کې په کشمير کې د دواړو هېوادونو ترمنځ وضعيت کړکېچن شوی او په ځلونو يې د يو بل پر هدفونو بريدونه کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA