يو امريکايي چارواکى وايي، وروسته له هغې، چې د واشنګټن او بيجينګ اړيکې ترينګلې شوې، چين د دواړو هېوادونو د دفاع وزيرانو ترمنځ امنيتي غونډه، چې له مخکې پلان شوې وه، لغوه کړې ده.
په وروستيو کې امريکا دغه هېواد ته پر چينايي وارداتو تعرفه لوړه کړه او همدارنګه يې بيجينګ تورن کړ، چې هڅه کوي د امريکا د ۲۰۱۸ کال په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي.
يوه امريکايي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط رويټرز خبري اژانس ته ويلي، د دې غونډې د لغوه کېدو علت په مشخص ډول څرګند نه دی.
ده زياته کړې، د چين او امريکا ترمنځ ستونزې په زياتېدو دي او دا ښايي دواړو هېوادونو ته خطرناکې وي.