ads

مې: له اروپايي ټولنې د انګلستان د وتلو مخالفين ملي ګټې کمزورې کوي

د انګلستان لومړۍ وزيرې تيريزا مې پر هغو کسانو، چې له اروپايي ټولنې د دغه هېواد له وتلو سره مخالف دي، نيوکه کړې چې د انګلستان له سياست سره لوبې کوي او ملي ګټې کمزورې کوي.

نویسنده: mayar
8 تله 1397
مې: له اروپايي ټولنې د انګلستان د وتلو مخالفين ملي ګټې کمزورې کوي

د انګلستان لومړۍ وزيرې تيريزا مې پر هغو کسانو، چې له اروپايي ټولنې د دغه هېواد له وتلو سره مخالف دي، نيوکه کړې چې د انګلستان له سياست سره لوبې کوي او ملي ګټې کمزورې کوي.
نوموړې دا نيوكه له سنډې ټايمز ورځپاڼې سره په مرکه کې کړې ده.
تر دې مخكې د انګلستان د بهرنيو چارو پخواني وزير بوريس جانسون ويلي و، هغه وړانديز چې انګلستان او اروپايي ټولنه دې له يو بله تعرفې واخلي، په بشپړ ډول احمقانه دی.
انګلستان تر يوې ټولپوښتنې وروسته له اروپايي ټولنې د وتلو پرېکړه وکړه، خو اوس داسې فکر کېږي چې د دې هېواد اوسېدونکي بېرته له اروپايي ټولنې سره د يو ځای کېدو پلوي او د نوې ټولپوښتنې غوښتنه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA