د غزې په شمال کې تېره ورځ مازديګر مهال د فلسطينيانو پر يوه لاريون د اسراييلي ځواکونو په ډزو يو فلسطينی ووژل شو او ۹۰ تنه نور يا په ډزو ټپيان او يا د زهري ګازونو له کبله مسموم شول.
د فلسطين د روغتيا وزارت وايي، په دې يرغل کې د اناتولي خبري اژانس يو خبريال هم ټپي شوی او کامرې يې زيان ليدلی دی.
دغه لاريون پرون د غزې له بندر څخه د دې تراډې د شمالي پولو په لوري پيل شو او سلګونو کسانو په کې برخه واخيسته.
دا په داسې حال کې ده، چې اسراييلي ځواكونو وړمه ورځ هم پر لاريون كوونكو ډزې وکړې او د عماد اشتيوي په نوم يو فلسطيني يې وواژه.