ads

نن په هلمند كې د پاكستاني کلدارو پر راکړې ورکړې بنديز پيل شو

په هلمند كې د پاكستاني كلدارو پر راكړې وركړې بنديز نن پيل شو او د چارواكو په وينا، که څوک سرغړونه وکړي، نو قانوني چلند به ورسره وشي.

نویسنده: mayar
3 تله 1397
نن په هلمند كې د پاكستاني کلدارو پر راکړې ورکړې بنديز پيل شو

په هلمند كې د پاكستاني كلدارو پر راكړې وركړې بنديز نن پيل شو او د چارواكو په وينا، که څوک سرغړونه وکړي، نو قانوني چلند به ورسره وشي.
د دغه ولايت د رسنيو دفتر په خبرپاڼه كې راغلي، والي تورنجنرال محمد ياسين خان پر بهرنيو اسعارو په ځانګړې توګه پاكستاني کلدارو د راکړې ورکړې بنديز د اړوند کمېسيون له غړو سره د ليدنې په مهال ټينګار وکړ، چې بايد په دې برخه کې په جدي توګه کار وکړي.
په خبرپاڼه كې زياته شوې، د ياد كمېسيون مشري ولايت مقام کوي او د امنيه قوماندانۍ، ملي امنيت رياست، افغانستان بانک، ولايتي شورا، مدني ټولنو او د ښاروالۍ مشورتي شورا استازي يې غړيتوب لري.
د سرچينې په وينا، کمېسيون به په ښار کې څار او کنټرول کوي او د هر هغه پلورونکي او پېرودونکي مخه به نيسي، چې پېر او پلور په پاكستاني کلدارو کوي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې په ننګرهار كې هم د پاكستاني كلدارو د چلښت د مخنيوي كمپاين پيل شوى دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA