د سالنګ لويې لارې د خرابوالي په اړه تر پرله پسې شكايتونو وروسته د ټولګټو چارو وزارت وايي، له څېړنو وروسته به يې ورغوي.
د دې وزارت د ټرانسپورټي زېربناوو د ساتنې او څارنې مرستيال عبدالرحمن صلاحي نن په كابل كې يوې خبري غونډې ته وويل، قراردادي شركت به ژر د سالنګ سړك د سروې او ډيزاين كار پيل كړي او وروسته به يې تداركاتي پروسه عملي شي.
د هغه په وينا، د پلان پر بنسټ به شاوخوا دوه كاله وروسته د ياد سړك د جوړولو كار پيل شي.
دا په داسې حال كې ده، چې موټر چلوونكي او مسافر د سالنګ لويې لارې د خرابوالي په تړاو شكايتونه كوي او وايي، د تګ راتګ په مهال پرې په ځانګړې توګه په ژمي كې له زياتو ستونزو سره مخ وي، چې حتى د مسافرو د مرګ ژوبلې سبب هم كېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ