څو ورځې مخکې د عمرانخان په مشرۍ د پاکستان د نوي حکومت بهرنيو چارو وزير افغانستان ته راغی او د جمهور رييس غني تر څنګ يې له يو شمېر نورو افغان چارواکو سره وکتل. که څه هم شاهمحمود قريشي د بهرنيو چارو وزير په توګه خپل مزل کابل ته له سفره پيل کړ او داسې يې څرګنده کړه چې ګواکې له افغانستان سره اړيکې ورته ډېرې مهمې دي او غواړي نوی پاکستانی حکومت د سولهيیزې ډپلوماسۍ او همکارۍ له لارې له کابل سره تعامل وکړي، خو په تېره څه باندې یوهنیمه لسیزه کې افغان حکومت او ولس ته په بار بار څرګنده شوې چې پاکستاني ملکي چارواکي يوازې د ژمنو او خبرو خلک دي او عمل له بل چا سره دی، که ورسره هم وي سرچپه يې کاروي. د خبرو پر مېز يې همېشه خوله وړينګه نيولې وي، خو د پردې تر شا او په عمل کې بيا هغه څه کوي چې انسانيت ترې شرمېږي او يو ډېر شرير دوښمن هم له چا سره داسې نهکوي. که يوازې په تېره لنډه موده، دې تېرو دوو لسيزو کې په افغانستان کې د نوي نظام پر وخت له کابل سره د اسلاماباد چلند وڅېړو، په سلو کې يې يوه ژمنه هم نهده عملي کړې او د دې پر خلاف يې له دغه ډول سفرونو، غونډو، ناستو او اړيکو منفي ګټه پورته کړې ده. کرزي په خپله ۱۳کلنه واکمنۍ کې اسلاماباد ته شل سفرونه وکړل، د مېز پر سر به پاکستاني چارواکو غوړې ژمنې ورکړې، خو په عمل کې به ترې يو فيصد همکاري هم نهليدل کېده. له هغه وروسته چې په افغانستان کې د ملي يووالي حکومت جوړ شو او جمهور رييس غني دنده پيل کړه، په لومړيو کې د پاکستان په دې شيطاني سياست ونهغولېد او په يو ډول يې دغه هېواد تر سيمهيیز او نړيوال فشار لاندې راوست. وروسته وروسته له غني هم خبره وشړېده، بېرته کابل او اسلاماباد ته د چارواکو تلل راتلل پيل شول او خبره هماغه د پخوا په شان زړه په زړه شوه. اوس پوښتنه دا ده چې پاکستان له افغانستان سره کوم ښه وکړل چې غني نرم شو او بېرته يې ژبه ورسره خوږه کړه؟ په دې سره يې هماغه پخوانۍ هڅې او برياليتوبونه هم په لوی لاس په اوبو لاهو کړل چې د ملي يووالي حکومت په لومړيو کې يې د افغانستان په تړاو د پاکستان دوهمخی سياست او لوبه نړيوالو ته په ډاګه کړه او تر ډېره دغه هېواد نړيوال فشار هم احساس کړ. اوس چې په پاکستان کې نوی حکومت واک ته ورسېد او د بهرنيو چارو وزير يې خپل لومړی سفر کابل ته کوي، ښايي ظاهراً د ډپلوماسي له اړخه ښه وبلل شي او دا د پاکستان ښه نيت وګڼل شي، خو افغانان بايد خپل هغه متل له ياده ونهباسي چې وايي، څاروی چې دې په اخور لوی شو، غاښونه يې مهګوره!
په داسې حال کې چې د افغانستان پر وړاندې د پاکستــان ټولــه پاليــسي د پــوځ او استخبــاراتـي شبکې ایاسای په لاس کې ده او ويل کېږي چې عمرانخان هم د پوځ په درغليو واک ته رسېدلی دی، ښايي دا د ځان غولول وي چې يو ځل بيا د پاکستاني چارواکو تشو ژمنو ته په تمه کېږو. افغان حکومت بايد هر قدم په ډېره ځيرکۍ پورته کړي، که رښتيا هم د پاکستان حکومت غواړي له افغانستان سره په سوله، امنيت، سوداګري، کډوالي او نورو برخو کې مرسته وکړي؛ نو افغان حکومت دې تم شي چې وليدل شي داسې څه عملي هم ليدل کېږي او که نه؟ که نه يوازې د تېرو ۱۸کلونو ډرامه بيا بيا تکرارول غواړي.
يو ځل د افغان حکومت لوړپوړي چارواکي له خبريالانو سره په اف ده ريکارډ غونډه کې د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، تر اوسه هم له افغانستان سره د پاکستان کومه همکاري نهده ليدل شوې، بيا له دې چارواکي فيصدي غوښتل کېږي چې ګواکې پاکستان څو فيصده له افغانستان سره د همکارۍ او ژمنو عملي کولو په برخه کې رښتينی دی، پوهېږئ د دې مهم افغان چارواکي ځواب څه و، صفر. په داسې يوه حالت کې دا ډراماټيک او تشريفاتي سفرونه هيڅ ګټه نهلري، افغان حکومت دې هغه وخت د افغانستان په تړاو د پاکستان د همکارۍ دعوه تاييد کړي چې په کامل ډول په عمل کې دغسې څه وويني، تر دې ورهاخوا به يوازې افغان چارواکي ځان غولوي او بس.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ