د هلمند ولايتي چارواكي وايي، په مركز لښكرګاه ښار كې په مشرانو جرګه كې د دې ولايت د استازي محمد هاشم الکوزي د کور پر ساتونکو وسله وال بريد شوى دى.
د هلمند د والي وياند عمر ځواك كليد ته وويل، دا پېښه تېره شپه د لښكرګاه ښار په كارته لګان سيمه كې رامنځته شوې ده.
نوموړي زياته كړه، په دغه وسله وال بريد كې د الكوزي د كور يو ساتونكى ټپي شوى دى.
بلخوا يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط کليد ته وويل، په پېښه كې د ياد سناتور د كور دوه ساتونكي ژوبل شوي دي.
د بريد مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ