ټاكل شوې د افغانستان د كركټ ملي لوبډله په متحده عربي اماراتو كې د ترسره كېدونكو اسيا جام سياليو په دوهم پړاو كې خپله درېيمه لوبه سبا له هند سره وكړي.
دا لوبه به د كابل په وخت د مازديګر په څلورو بجو پيل شي.
په ګروپي پړاو سياليو كې افغانستان خپلې دواړه لوبې وګټلې او سريلانكا او بنګله دېش ته يې ماتې وركړې، خو په دوهم پړاو كې يې خپله لومړۍ لوبه پاكستان او دوهمه بنګله دېش ته په لږ توپير وبايلله.
د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې د پاكستان او بنګله دېش له لوبډلو سره په وروستيو دوو لوبو كې ځان غښتلى ثابت كړ.
د كركټ د اسيا جام سياليو په ګروپي پړاو كې د افغانستان، پاكستان، هند، بنګله دېش، سريلانكا او هانګ كانګ لوبډلو برخه لرله، خو سريلانكا او هانګ كانګ خپلې دواړه لوبې وبايللې او له مخكې تګه پاتې شول.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ